ګناه پیژندنه
لیکوال محسن قرائتی
ژباړه او لنډیز مرستیال څیړونکی محمد حامد حلیمي
ګناه دخلاف په مانا ده او داسلام په سپیڅلی دین کې هر هغه کار چې دلوی خدای دامر او فرمان خلاف وی ګناه شمیرل کیږی . ګناه که هرڅومره وړه وی ولی لدې کبله چې دخدای (ج) نافرمانی ده ،لویه ګڼل کیږی . داسلام ستر پیغمبر (ص) ابوذر (رض) ته داسې فرمایی :
ژباړه : دګناه کوچنی والی ته مه ګوره بلکې دې ته ګوره چې د چا سرغړونه کوی .
په قران عظیم الشان کې د ګناه کلمه :
په قران عظیم الشان ،حضرت پیغمبر (ص) او امامانو په ژبه له ګناه څخه په بیلابیلو کلماتو یادونه شوی ده او هر یو یې په خپل وار سره دګناه له ناوړه توب څخه پرده اوچتوی او داڅرګندوی چې ګناه هم ډول ډول ده .
په قران شریف کې ګناه په لاندې کلمو یاده شوی ده :
1. ذنب
2. معصیت
3. اثم
4. سيه
5. جرم
6. حرام
7. خطیه
8. فسق
9. فساد
10. فجور
11. منکر
12. فاحشه
13. خبث
14. شر
15. لمم
16. وزر وثقل
17. خبث
۱- دنب : ذنب د پایلې په معنی ده لکه څرنګه چې هر ناوړه عمل دجزا اخروی یا دنیوی پایلې لری . دا کلمه 35 ځله په قران عظیم الشان قران کې تکرار شوی ده .
۲- معصیت : دسرغړونې او دخدای (ج) له فرمان څخه د وتلو څرګندونه کوی چې انسان د خدای (ج) دبندګۍ له بریده وتل دی . داکلمه 33 ځله په قران عظیم الشان کې تکرار شوی ده .
۳- اثم : د سستۍ او پڅوالی او له سزا او پاداش څخه دپاتې کیدو په مانا ده . ځکه چې ګنهکار کس یو پآتی شوی کس دی ،داسې نه چې ځان هوښیار او زرنګ وشمیری . داکلمه 48 ځله په قران عظیم الشان کې تکرار شوی ده .
۴- سیه : دناوړه او قبیح کار په معنی ده . داکلمه 165 ځله په قران عظیم الشان کې راغلې ده .د سؤ کلمه له همدې کلمې څخه اخیستل شوی ده او 44 ځله په قران عظیم الشان کې راغلی ده .
۵- جرم : په اصل کې له ونې څخه دمیوې دجلاکیدو او یا دپست په مانا ده . جریمه او جرایم له همدې مادی څخه دی . جرم هغه عمل دی چې انسان له حقیقت ،سعادت ،ودی او هدف څخه جلا کوی . داکلمه 61 ځله په قران عظیم الشان کې راغلی ده .
۶- حرام : دمنع کړل شوی په مانا ده . لکه چې د احرام جامی هغه جامی دی چې انسان یې دحج او عمرې له پاره اغوندې او له ټولو کارو څخه منع کړل شوی وی او همدارنګه دحرام میاشت هغه میاشت ده چې جګړه په هغې کې منع ده او مسجد الحرام هغه جومات دی چې دځانګړې احترام او سپیڅلتیا څخه برخمن دی ،دمشرکینو راتګ هلته منع کړل شوی دی . داکلمه نژدې 75 ځله په قران عظیم الشان کې ذکر شوی ده .
۷- خطیه : په اغلب ګمان چې دغیر عمدی ګناه په مانا ده او کله هم سترې ګناه په مانا هم راغلی ده . دبیلګې په توګه دبقری سورې 81 آیات او دالحاقه سوری 37 ایت دا خره ښه روښانه کوی .
داکلمه په حقیقت کې هغه حالت دې چې دګناه له کبله انسان ته پیښیږی او هغه دنجات او ژغورنی له لارې څخه پریږدی او قطع کوی او دهدایت دانوارو نفوذ دانسان زړه ته بندوی (۱)
داکلمه 22 ځله په قران عظیم الشان کې راغلی ده .
۸- فسق : په اصل کې دا کلمه له خرما څخه د زړې د وتو په مانا ده او دبندګۍ او اطاعت له مدار څخه دګنهکار کس دوتلو څرګندونه کوی چې دالهې فرمان برید مات کړی او په پایله کې پرته له کلا او ساتونکی (دیوال)څخه پاتې شوی وی . دا کلمه 53 ځله په قران عظیم الشان کې ذکر شوی ده .
۹- فساد : داعتدال له حد څخه دوتلو په مانا ده چې پایله یې تباهې او داستعدادونو له لاسه وتل دی . داکلمه 50 ځله په قران عظیم الشان کې راغلی ده .
۱۰- فجور :د آبرو ،حیا او دین د پردې دڅیرې کیدو اوشلیدو په مانا ده چې د رسوایی لامل ګرځی او دا کلمه 6 ځله په قران عظیم الشان کې راغلی ده (۲)منکر : داکلمه په اصل کې له انکار د ناآشنا په معنی څخه ده . ځکه چې ګناه د فطرت او سالم عقل سره سمه نده اوسالم عقل او فطرت هغه بیګانه او کرغیړنه شمیری . داکلمه 16 ځله په قران عظیم الشان کې راغلی . او ترډیره له منکر څخه په نهی کې راغلی دی .
۱۲- فاحشه : هغه کار او خبری ته چې کړغیړن توب کې یې شک نه وی فاحشه ویل کیږی او دډیر ناوړه ،دشرم وړ او دکرکې ډیر کار ته کارول کیږی ، داکلمه 24 ځله په قران عظیم الشان کې تکرار شوی ده .
۱۳- خبث : هر ناوړه او بد امر ته خبیث ګویند او د (طبیب) چې د پاک او زړه خوښوونکی په معنی ده داکلمه 16 ځله په قران عظیم الشان کې راغلی ده .
۱۴- شر : د هری بدی او ناوړې په معنی ده چې خلک ترې کرکه لری او د خیر برعکس چې خلک یې خوښوی ده . دا کلمه ترډیره د بلاګانو او ګرفتاریو له پاره کارول کیږی ولی ځینی دګناه له پاره هم کارول کیږی دبیلګې په توکه د زلزال په سورت په اتمه آیه کې د ګناه له پاره کارول شوی ده .
۱۵- لمم :دقلم پر وزن ، ګناه ته د نژدی کیدو او دلږ څیز په معنی ده او د وړو یا صغیره ګناهونو له پاره کارول کیږی او په قران عظیم الشان کې یو ځل راغلی ده .
۱۶- وزر : د دروند په معنی ده او تر ډیره بریده د نورو کسانو دګناه وړلو له پاره کارول کیږی ،«وزیر»هغه څوک دی چې ددولت په چوکاټ کې درانده کارونه په غاړه لری او دا کلمه په قران عظیم الشان کې 26 ځله تکرار شوی ده .
په قران عظیم الشان کې ځینی د «ثقل » کلمه چې د درانده په معنی ده د ګناه له پاره په کار وړل شوی ده . دبیلګې په توګه د عنکبوت سورت په دریارلسم آیت په دغه هکله دلالت کوی .
۱۷- خنث : د جنس وزن په اصل کې باطل او باز خواست ته د تمایل په مانا راغلی ده او تر ډیره بریده د پیمان ماتونی دګناه چې وروسته له تعهد څخه راغلی ده ، دا کلمه دوه ځله په قران عظیم الشان کې راغلې ده.
دا اوولس ګونی کلمې هر یو په خپل وار سره د ګناه دناوړه او کړغیړنو څخه پرده اوچتوی او راښی یې چې ګناه هم بیلابیل ډولونه لری او هر یو یې په خپل وار سره انسان له ګناه څخه له مرتکب کیدو څخه خبردارۍ ورکوی .
په روایاتو کې د ګناه کلمه :
په اسلامی روایاتو کې د ګناه په هکله ځینی نورې کلمې هم په کار وړل شوی دی لکه : جریره،جنایت ،زلت ،عثرت،عیب او نور چې هر یو یې د یو ډول ګناه څرګندونه کوی .
د ګناه دپیژندنې نورې لارې :
په قران عظیم الشان کې اتلس ډلې د بیلابیلو ګناهونو په خاطر لعنت کړل شوی دی ،«لعن» په اصل کې په غوسې سره له رحمت څخه دلری کولو او شړلو په مانا ده ، سره لدې چې د لوی خدای (ج) رحمت د هر څیز شامل دی :
ژباړه : او زما رحمت پر هرڅیز غوړیدلی دی .
ولی انسان د خپل ناوړه انتخاب له کبله داسې ځای ته رسیږی چې د توپ په شان که څه هم د خدای (ج) د رحمت په سمندر کې وی خو یو ذره د رحمت له اوبو څخه هم خپل دننه ته نپریږدی .
په قران عظیم الشان کې لعنت کړل شوی :
کافران ،مشرکان ، یهودان ،مرتدان ،قانون ماتونکی ،حیله ګر ،وعده ماتونکی ،دحق پټونکی ، سرمداران دکفر په ځمکه کې د فساد له کبله ، منافقان ، د خدای (ج) رسول ته آزار ورکوونکی ، ظالمان ، قاتلان ، ابلیس ، په پاک لمنه ښځو باندې تهمت تړونکی ، د ریښتینو رهبرانو مخالفان ، په دروغ باندې شایعه جوړونکی ، دناپاکو زړو لرونکی او دروغ ویونکی .
لعنت کړل شوی په روایاتو کې :
هغه څوک چې په قران عظیم الشان کې څه زیات کړی
هغه څوک چې الهی مقدرات نه منی
هغه څوک چې د پیغمبر (ص) کورنۍ ته بی احترامی کوی
هغه څوک چې د جګړه کوونکو یا رزمندګانو برخه ځان ته اخلی (۱)
هغه څوک چې نور خلک نیکو کارونو ته رابولی ولی په خپله دهغې تارک دی او یا نور کسان له عذاب او ګناه څخه منع کوی خو خپله د هغې مرتکب ګرځی .
دګناه ډولونه
د اسلام علماوو ګناه پر دوه ډوله ویشله ده :
۱- کبیره یا لوی ګناهونه
۲- صغیره یا واړه ګناهونه
دغه ډلبندۍ له قران عظیم الشان او روایاتو څخه سرچینه اخیستې ده :
په قران عظیم الشان کې لولو چې :
ژباړه : که چیری له کبیره ګناهونو څخه چې له هغې څخه منع کړل شوی یاست ډډه وکړی ، ستاسې وړې ګناوې پوښوو او تاسو په ښه ځای کې دننه کوو.
په بل ځای کې راغلی دی :
ژباړه : او کتاب یعنی اعمال نامه هلته ایښودل کیږی ، ګنهکاران وینی چې په هغه ځای کې چې دی له هغې څخه ویره کوی او وایی چې ای وای په موږ باندې دا څه کتاب دی چې هیڅ یو لوی او کوچنی عمل ندی مګر چې په دغه کې یې شمیرلی دی .
بل ځای لولو :
ژباړه : (نیک کاران) هغه کسان دی چې له لویو ګناهونو او بدیو څخه پرته له وړو ګناهونو څخه ډډه کوی ، بی ګمان چې د پروردګار بښنه دې پراخه ده .
د جنتیانو په هکله لولو چې : او هغه کسان چې له لویو ګناهونو او بدوکارونو څخه پرهیز کوی .
د الهی مغفرت په هکله لولو چې :
لوی خدای (ج) «هیڅ وخت» شریک نه بښی او له هغې څخه ټیټ هر چاته چې وغواړی (اودهغې وړتیا ولری ) بښی او هغه څو ک چې خدای (ج) ته په شریک قایل وی لویه ګناه یې تر سره کړی ده .
ددغه آیاتونو څخه په روښانه توګه څرګندیږی چې ګناهونه دوه ډوله دی یو ډول یې کبیره او بل ډول یې صغیره دی او همدارنګه ځینی ګناوې پرته له ریښتینې توبې څخه نه بښل کیږی او ځینی بښل کیږی .
هغه موارد چې صغیره ګناه په کبیره ګناه باندې بدلون مومی :
دآیاتونو او روایاتو څخه څرګندیږی چې په څو مواردو کې صغیره ګناه په کبیره ګناه باندې بدلون مومی :
۱- په صغیره ګناه باندې اصرار او ټینګار
دصغیره ګناه تکرار هغه په کبیره ګناه باندې بدلوی او که چیرې انسان یو ځل هم ګناه وکړی ولی بیا توبه ونه کړی او دتوبی په فکر کې هم نوی دګناه اصرار شمیرل کیږی . صغیره ګناه دیوه نری تار په څیر ده چې که چیری تکرار شی نو په طناب او پیرړ باندې بدلون مومی چې شلول یې ګران دی . قران عظیم الشان د پرهیزګارانو په هکله فرمایی :
هغوی دې آګاهانه پرګناهونو باندې اصرار نکوی .
۲- دګناهونو واړه شمیرل :
دګناهونو واړه شمیرل په لویو ګناهونو باندې د بدلون لامل ګرځی ددغه موضوع د روښآنه کیدلو له پاره لاندې ټکو ته پاملرنه وکړی :
که چیری څوک زموږ لورته یو کاڼی راوغورځوی خو وروسته بیا پښیمانه شی او بښنه وغواړی کیدای شی چې ویې بښو او که چیری په یو کوچنۍ ګاټې موږ وولی او بیا داعتراض په ډول ووایی چې څه پروا نلری ،دا خو څه شی ندی . نو موږ په دې صورت کې هغه نه بښو ځکه چې دا دده سرغړونه را په ګوته کوی او دا څرګندوی چې هغه خپله ګناه کوچنۍ او وړه شمیری .
دګناه دکولو پرمهال خوشحالی :
له ګناه کولو څخه خوند اخیستل او له هغې څخه خوښې کول هغه کار دی چې ګناه لویه وی . رسول الله (ص) فرمایی : هغه څوک چې ګناه کوی او په هغه حال کې په خندا وی دوزخ ته ننوځی په داسې حال کې چې په ژړا وی .
۴- ګناه د سرکشی او طغیان له امله :
یو له هغه کارونو څخه چې وړه ګناه په لویه ګناه بدلوی دګناه په کړلو کې طغیان او سرکشی ده .
لوی خدای (ج) فرمایی :
ژباړه : او هغه چې سرکشی کوی او ددنیا ژوند مقدم شمیری ، بې ګمانه چې ځای یې دوزخ دی .
۵- دخدای (ج) په مهلت باندې مغروره کیدل :
یو له هغه مواردو څخه چې وړه ګناه په لویه ګناه باندې بدلوی داده چې ګنهکار دخدای (ج) مهلت او زر مجازات نه ورکول د خدای (ج) د رضایت دلیل وبولی او ځان دخدای نژدی وګڼی . خدای فرمایی :
ژباړه : ګنهکاران په خپلو زړونو کې وایی چې څنګه خدای موږ د خپلو ګناهونو له کبله نه عذابوی ؟ جهنم هغوی ته کافی دی ، هغه ته ننوځی او ډیر بد ځای دی .
دغه کسانو ته د جهنم دعذاب وعده ددې دلیل دی چې د ګناه له کبله د مجازاتو او سزا په زر نه ورکړه د مغرورو کسانو ګناه ، کبیره ګناه ده .
۶- د ګناه څرګندول او روښانه کول یا دګناه تجاهر :
د ګناه ښکاره کول صغیره ګناه په کبیره ګناه باندې بدلوی . کیدای شی دا د دې له کبله وی چې داد ګناه کوونکی بې باکۍ او بې پروایۍ نه وګنل شی او دټولنې او نورو عادی کسانو د ککړیدو لامل وګرځی .
حضرت علی کرم الله وجهه فرمایی :
ژباړه : د ګناهونو د ښکاره کولو څخه ډډه وکړه ، ځکه چې له سخت ترینو ګناهونو څخه ده .
۷- د شخصیتونو ګناه :
د هغه کسانو ګناه چې په ټولنه کې د ځانکړی موقف او ځای درلودنکی دی د نورو کسانو له ګناه سره یو شان نده . او که څه ددوی ډیر ې صغیره ګناه د کبیره ګناهونو حکم ولری ځکه چې ګناه دوه اړخونه لری : فردی اړخ او ټولنیز اړخ .
د سترو شخصیتونو ګناه له ټولنیز پلوه کولی شی چې د ټولنې د انحراف ، غولولو او په دین کې د خلکو دسستۍ لامل وګرځی .
دهمدغه دلیل پربنسټ د خدای حساب له نورو کسانو څخه توپیر لری .
دقران له نظره د مشرانو ګناه :
د حاقه له 44 نه تر 48 آیت پورې لولو چې :
او که چیری (پیغمبر (ص) ) پرموږ یې درواغ خبره تړله ،موږ به هغه په قدرت نیولی و،وروسته مو دهغه شاهرګ پری کاوه او هیچا له تاسو څخه نشوای کولی چې له هغې څخه مانع شی او له هغه څخه ملاتړ وکړی .
په قران عظیم الشان کې د ډیرو بدعت ایښودونکو نومونه راغلی خو لوی خدای (ج) د هیڅ یوه په باره کې داسې کلام ندی راوړی چې( شاهرګ دی پری کوو ) ولی پیغمبر (ص) ته یې دده د مقام ،علم او خبریدنې له کبله داسې فرمایلی دی ځکه چې هغه یو لوی شخصیت دی چې ګناه یې هم ډیره لویه ده .
نو ځکه هغه کسان چې علمی او دینی شخصیتونه دی او په دینی مسایلو کې ډیر دخیل دی او پوهیږی ، ډیر مسوولیت لری .
په قران کې دنامتعهد پوه مثال :
په قران عظیم الشان کې بی عمله پوه په خره او سپی باند ی تشبیه شوی دی . پدې هکله لولو چې :
ژباړه : دهغې مثال دسپې په څیر دی که په هغې حمله وکړی خوله خلاصوی او ژبه له خولی څخه راباسی او که هغه په خپل حال هم پریږدی بیا هم همدا کار کوی (دمره ددنیا تږی دی چې تل یې خوله خلاصه وی ) .
د جمعه د سورت په پنځم آیت کې لولو چې : دهغه کسانو مثال چې د تورات په ددستوراتو باندې په تکلیف شول ولی دهغې حق یې ادا نکړ د الاغ (خره ) په څیر دی چې کتابونه له ځانه سره لیږدوی (او له کتابونو څخه پرته له دروندوالی څخه څه ګټه وانه خلی ) .
د احزاب دسورت په دیرشم آیت کې لولو :
ژباړه : ای د پیغمبر (ص) میرمنو هر یو له تاسو څخه ښکاره ګناه مرتکب شی نو غذاب یې دوه برابره دی .
لدې کبله چې د پیغمبر (ص) میرمنې په ټولنه کې د ځانګړی ځای درلودنکی وی نو ځکه یې د ګناهونو کیفر دوه برابره وو.
د لویانو ګناه د روایاتو له نظره :
پیغمبر (ص) د خپلو خبرو په ترڅ کې وفرمایل :
که ددین عالمان او چارواکی فاسد شول خلک هم فاسدیږی . په بله خبره کې یې وفرمایل : زما عام امت نه اصلاح کیږی مګر زما د امت د خواص په اصلاح باندی .
یو کس وپوښتل د امت خواص کوم کسان دی ؟ ویې فرمایل :
زما دامت خواص څلور ډلې دی چارواکی ، پوهان ، عابدان ، سوداګران
بل کس و پوښتل څرنګه ؟ پیغمبر (ص) وفرمایل :
چارواكي دخلكو شپانه دي ، كله چې شپون ليوه شي نو ميزي څرنګه وڅري ؟ او عالمان دخلكو طبيبان دي كله چې طبيب ناروغ شي نو ناورغان به څوك درملنه كوي . دخداي عابد بنده ګان دخلكو لارښوونكي دي كه چيري لارښود ګمراه شي نو كوم كس به لاروي ته لارښونه كوي ؟ او سوداګر دخلكو امين دي هغه مهال چۍ امين خيانت وكړي نو به چا به بايد اطمينان وكړو ؟ همداراز پيغمبر (ص) فرمايي دقيامت په ورځ خداي له دريو كسانو سره خبرې نه كوي او هغوي نه پاكوي او دهغوي له پاره دردونكي عذاب دي . زوړ زنا كار ،جبار سلطان او فقير متكبر . نو لدې كبله د چارواكو ،علماوو،پوهانو او نورو مشرانو ګناه له نورو څخه ډيره شميرل كيږي .
كليدي ګناهونه :
هماغه شان چې زوړ والی او بوډاتوب د راز راز ناروغیو او کسالت لامل ګرځی همدغه شان کله یو عیب یا یوه ګناه نورو ګناهونو ته کلۍ ګرځی او ورته لاره هواروی .
۱- حسادت انسان بیلابیلو ګناهونو ته لکه د ژمنی ماتول ، تهمت ، دروغ او نورو ته اړباسی .
۲- بخل او حرص : بخل د زکاوت ،خمس او نفقاتو نه ورکولو سبب کیږی او برسیره خلک له بخیل کس څخه ناراحته او خواشینی وی او همدا دبدویلو او بدګمان لامل ګرځی همدارنګه حرص هم دلږ خرڅونی ، احتکار،بدګمان ګرځیدلو ،رشوت ،غوړه مالی او نورو ګناهونو او بی تقواتوب لامل ګرځی .
۳- دروغ : انسان دروغ په مرسته خپلو ګناهونو ته توجیه جوړوی او ددروغو توجیهاتو تر پردې لاندې په سل ګونو نورې ګناوې رامینځ ته کیږی . امام حسن عسکری (رح) فرمایی :
ژباړه : ټولې بدې په یوه کوټه کې ځای لری چې کلی یې دروغ دی .
۴- خشم او بد اخلاقی : دا هغه عیب دی چې دفحش ،غیبت،دښمنۍ او نورو بدیو لامل ګرځی امام حسن عسکری (رح) فرمایی : خشم (له کنترول څخه وتل ) دهرې بدۍ کلی ده .
ځینی نوروعیبونه او ګناوې هم شته چې نورو ګناهونو ته لاره هواروی لکه بدګمانی ،حرام خوری ،ډار،کبر او داسې نور .
دخطر علامه :
دقران عظیم الشان او په له مختلفو رواتیونو څخه د ګناه په شدت او کمزوری باندې پوهیوای شو په قران عظیم الشان کې ځینی ګناهونه یاد شوی چې هغه مه کوی لکه :
ژباړه : له طاغوت څخه لری والی وکړی .
په ځینی آیتونو کې راغلی چې مه نژدی کیږی لکه :
ژباړه : بدو کارونو ته که ښکاره وی یا پټ مه نژدی کیږی .نه ترسره کول او نه نژدی کیدل دوه دخطر علامه ده دبیلګې په توګه دنفت په هکله وایو هغې ته اورلګیت مه وهی خو د تیلو په هکله وایو اورلګیت هغې ته مه نژدی کوی چې فاجعه رامینځ ته کوی .
دزنا ،دیتیم دمال خوړل او مسجد الحرام ته دکفارو نژدی کیدل دتلو په شان دی چې په قران عظیم الشان کېد ولاتقربو یعنی مه نژدی کیږی په بڼه راغلی دی . دا خبره دیوه خطر دعلامی په توګه دا څرګندوی چې دځینی ګناهونو حریم ته نژدی والی کیدای شی چې خطر کندی ته انسان وغورځوی ، او نباید دګناه لاره هوارونکو لاملونو ته نژدی شو مثلاً فاسد چاپیریال څخه چې دګناوو کندی ته دلویدلو خطر لری نژدی نشو او له هغې څخه لری والی غوره کړو .